د انټرنیت په مټ بانکداري
د افغان یونایتډ بانک د انټرنیت بانکدارۍ برخې ته ښه راغلاست. د نوي تکنالوژی نه په ګټه اخیستنې سره، افغان یونایتډ بانک د انترنیټ په مټ بانکداري په داسې ډول پر مخ بیولي ده چې خپلو پیرودونکو ته یې د بانکداری اسانتیاوې په هر ځای او هر وخت کې د ۲۴ ساعتو او په اونۍ کې د ۷ ورځو لپاره وړاندې کړیده.
اوس تاسو کولای شی خپل حساب وګوری او ځینې نور بانکي فعالیتونه د خپل دفتر یا د سوداګری ځای یا د خپل کور او یا کله چې په سفر کې یاست ترسره کړی. کولای شی د انترنیټ په مرسته د کلیک په کولو سره مونږ سره بانکداري ترسره کړی.
د افغان یونایتډ بانک د انلاین بانکداری ځینې ګټورې ځانګړنې په لاندې ډول بیانیږي:
- داسې یوه پاڼه لري چې د هغو راکړو ورکړو په هکله چې د انټرنیټ پواسطه ترسره شوی وي او که څه هم ډیره کوچنی هم وي ښکاره کوي.
- د ډیرو ګټورو پوښتنو غوراويو (انتخاب) لکه د حساب لنډیز، د حساب څخه عمومي کتنه، د حساب تفصیل او د راکړې ورکړې تاریخچه پکې موندل کیږي.
- هر څوک پخپله خوښه کولای شي د راکړې ورکړې تاریخچه ځان ته د خپلې خوښې فارمټ (PDF یا CSV) کې ثبت کړي.
- د افغان یونایتډ بانک په هره څانګه کې یو کس کولای شي چې په افغان یونایتډ بانک کې خپل نورو حسابونو تر مینځ یا د افغان یونایتډ بانک بل حساب درلودونکي او یا د بانک دننه د څو بیلا بیلو حسابونو ته پیسې ولیږدوي.
- د تکراري تادیاتو لپاره چې په اتوماتیک شکل سره په ټاکلي وخت کې اجرا کیږي ثابت لارښود جوړیږي.
- د یوه یا ډیرو چکونو لپاره د تادیاتو د بندولو لارښوونه صادرولی شي. د تادیې د بندولو لارښوونه هغه وخت فسخ کیږي چې بانک ته چک له هغې څخه وړاندې حاضر شوی وي.
څنګه یې تر لاسه کولای شو:
زمونږ تر ټولو نیږدې څانګې ته ورشی او خپل د حساب شمیره د ځان سره وساتی.
د اړیکو تفصیل
که چیرې کومه پوښتنه یا ستونزه لری نو په لاندې پتو مونږ سره اړیکه ټینګه کړی:
د تیلفون شمیره: +93 (0) 20 220 3834-8 – +93 (0) 790 24 25 26
بریښنا لیک: ebanking@afghanunitedbank.com