د صرافۍ اتومات ماشینونه (ATM)
که چیرې د افغان یونایتډ بانک ATM کارت درلودونکی یاست، نو تاسو کولای شی د نړۍ په هر ګوډ کې خپلې راکړې ورکړې ترسره کړی. اوس مهال زمونږ د ATM ۳۲ ماشینونه په ټول هیواد کې فعال دي او کولای شي چې د بیلا بیلو کارتونو لکه MasterCard, Maestro, Cirrus, American Express او داسې نورو څخه راکړې ورکړې ترسره کړي.
د دبت کارت درلودونکي د افغان یونایتډ بانک د صرافي اتومات ماشینونو پواسطه لاندینۍ راکړې ورکړې ترسره کولی شي.
- د نغدو پیسو ایستل
- د بیلانس په اړه معلومات
- کوچنۍ صورت حساب
- د PIN بدلول
د نورو بانکونو پیرودونکي د افغان یونایتډ بانک د صرافۍ اتومات ماشین څخه ګټه اخیستلی شي او کولای شي تر ۲۵۰۰۰ افغانیو پورې پیسې په یوه ورځ کې اوباسي او خپل بیلانس هم ورباندې کنترول کړي.
د تیلفون شمیرې: ۸-۳۸۳۴ ۲۲۰ ۲۰ (۰) ۹۳+ — ۵۳۵ ۹۹۶ ۷۹۲ (۰)۹۳+
بریښنا لیک: ebanking@afghanunitedbank.com