د موبایل پواسطه بانکداري
د موبایل بانکداري چې د موبایل تادیاتو په نوم هم یادیږي پیسې لیږدوي او د تادیاتو نور خدمتونه د مالي مقرراتو پر بنیاد د موبایل تیلفون پواسطه وړاندې کوي. ددې پر ځای چې په نغدو پیسو، چک یا کریدت کارت باندې تادیات ترسره کړو، پیرودونکی د خپل موبایل پواسطه د یو شمیر فزیکي او الکترونیکي خدمتونو تادیات ترسره کولای شي.