د ایس ایم ایس خبرتیا

د موبایل له لاری بانکداری خدمتونه  ستاسو د معاملو په اړه چې څه وخت ترسره شوی دی سمدستي خبر درکوي. تاسو د خپل حساب څخه په دوامداره توګه باخبره ساتي. د هر دبت او کریدیت معاملې په اړه چې ستاسو حساب کې ترسره کیږي تاسو ته د پیغام له لارې خبر درکول کیږي. دا چې اوس تاسو د موبایل بانکداری خدمتونو ته لاس رسۍ لری نو کولای شی خپل حساب ته ستاسو د اجازې څخه پرته لاس رسی معلوم کړی.

 

ځانګړتیاوې:

  • خوندیتوب: هر هغه معامله چې د ستاسو د خوښې حد څخه زیاته اجرا کیږي نو تاسو ته د هغې د اجرا کیدو د وخت په اړه خبر درکول کیږي نو پدې اساس تاسو د خپلو معاملو څخه باخبره ساتي.
  • هوساینه: اړتیا نشته چې حساب کنترولو لپاره په یوه بانکی څانګه یا د صرافۍ اتومات ماشین ته په قطار کې ودریږی.
  • تازه معلومات: د امانتونو/پورونو د قسطونو، د سود په نرخونو کې بدلونونو او نوي محصولاتو په اړه تازه معلومات ترلاسه کولای شی.
  • موجودیت: دغه خدمت ته د نړۍ هرې برخې څخه لاس رسۍ لرلی شی، آن تر دې چې که په سفر کې هم وی.

څنګه يي ترلاسه کولي شو؟ 

زمونږ تر ټولو نیږدې څانګې ته ورشی او خپل د حساب شمیره یا تذکره د ځان سره وساتی.

د اړیکو تفصیل

که چیرې کومه پوښتنه یا ستونزه لری نو په لاندې پتو مونږ سره اړیکه ټینګه کړی:

د تیلفون شمیره:  +93 (0) 20 220 3834-8

بریښنا لیک: e.banking@afghanunitedbank.com