الکترونیکي بانکداري

الکترونیکي بانکداري چې د شتمنۍ الیکترونیکي لیږد (EFT) په نوم هم یادیږي، پدې معنی ده چې پیسې له یوه حساب څخه بل حساب ته د چک او نغدو پیسو پر ځای په برقي ډول مستقیماْ لیږدول کیږي. تاسو د شتمنۍ الیکترونیکي لیږد څخه په لاندې برخو کې ګټه اخیستلی شی:

 

  • د خپل حساب څخه د خپل شخصي ATM کارت پواسطه پخپله خوښه د شپې او ورځې د پیسو ایستل.
  • خوراکي توکي او نور شیان د نغدو پیسو، قرض او یا چک پر ځای د خپل الکترونیکي کارت پواسطه واخلی.
  • د یو کلیک پواسطه په انلاین ډول خریداري پخپله خوښه وکړی او دې ته ورته نور ډیر خدمتونه دلته موجود دي.

د کلونو په موده کې مونږ هڅه کړیده چې خپلو پیرودونکو ته لا ډیر سهولتونه برابر کړو تر څو دوي پرته لدینه چې د بانک څانګه په نظر کې ونیسي خپلې مالي راکړې ورکړې ترسره کړي او خپله زیاته توجه په الکترونیکي بانکداری باندې وکړي.

 

اوس مهال مونږ خپلو پیرودونکو ته د الیکترونیکي بانکدارۍ لاندېني محصولات او خدمتونه وړاندې کوو:

  • د ATM صرافی اتومات ماشین
  • ماسټر کارت
  • امتیازي کارت (د ATM سیمه ایز کارت)
  • د انټرنیټ په واسطه بانکداری
  • د پیغام له لارې خبرتیا
  • د بریښنا لیک له لارې خبرتیا
  • د موبایل له لارې پیسو لیږل

برسیره پر دې، د پورته ذکر شوی محصولاتو ټولې ځانګړتیاوې د الیکترونیکي بانکداری په برخه کې په جلا او بیل ډول سره توضیح شوی دی.

مونږ په دوامداره توګه نوي طریقې او نوي اسانتیاوې خپلو پیرودونکو لپاره ورپیژنو تر څو دوی مونږ سره د بانکداري څخه خوند واخلي.