د پیسو لیږد
افغان یونایتډ بانک په چټکتیا سره د پیسو د لیږد خدمتونه د مني ګرام له لاری وړاندې کوي. سربیره پردي افغان یونایټډ بانک د نماینده په توګه د پیسو د لیږد یو لړ خدمتونه لکه ام پیسه، ام حواله او مای منی د افغانستان په داخل کې وړاندی کوي. زمونږ پیرودونکي کولای شي چې د څو شیبو په ترڅ کې د نړۍ په هر ګوډ کې پیسې ولیږي او تر لاسه یې کړي.
1. منی ګرام
افغان یونایټډ بانک د منی ګرام له لارې د پیسو د چټک لیږد سیسټم چمتو کړي. زموږ پیرودونکي کولی شي په ټوله نړۍ کې په لسو دقیقو کې پیسې واستوي او ترلاسه کړي.
3. افغان یونایټډ بانک د نماینده په صفت ( ام پیسه، ام حواله او مای منی )
ام پیسه، ام حواله او مای منی د پیسو د لیږد ګړندي خدمتونه دي چې پیرودونکي کولی شي په افغانستان کې دننه له یو ځای څخه بل ځای ته په اسانه او ګړندۍ توګه پیسې ولیږدوي. همدارنګه د ام پیسه، ام حواله او مای منی خدماتو له لارې پیرودونکي کولی شي نقدی پیسي ترلاسه او اکوانټ ته داخل کړي، همدارنګه موبایل ته پیسی ولیږي او یا د بیل تادیات او داسې نور وکړی