غیر مالي پورونه/مالي سوداګري

1. بانکي باور لیک

د افغان یونایتډ بانک مالي مرستو اسانتیا پداسې شکل طرح شویده چې کولای شي ستاسو د شرکت نړیوالې سوداګریزې اړتیاوې پوره کړي.

د افغان یونایتډ بانک باور لیک په درلودو سره تاسو خپلو عرضه کوونکو ته په وخت د تادیاتو ډاډ ورکولای شی. زمونږ باور لیکونه د نړیوال معتبرو بانکونو ملاتړ د ځان سره لري نو په همدې اساس په ټوله نړۍ کې صادرونکو ته د باور وړ دي.

باور لیک د نړیوالې سوداګری لپاره تر ټولو نامتو طریقه بلل کیږي. دغه اسانتیا بانک څخه د مالي مرستې په تر لاسه کولو کې تر ټولو آسانه او مروجه طریقه ګڼل کیږي چې کولای شي ورسره په لڼډ مهاله بحراني حالت کې مرسته وکړي.

 

افغان یونایتډ بانک لاندې داخلي او بهرني باور لیکونه د بیل د مودې پر بنیاد وړاندې کوي:

  • د لید باور لیک (د اسنادو د ترلاسه کولو څخه وروسته  تادیه کول)
  • د مودې باور لیک (په قسط وار شکل سره تادیه کول)

 

2. واردات:

2.1. باورلیک

ډیر ژر

 

2.2. یو په بل پسې باور لیکونه

که چیرې تاسو مینځګړی یاست او ستاسو عرضه کوونکی وغواړي چې معیادی اعتبار وپلوري، نو پدې حالت کې تاسو مونږ څخه د یو په بل پسې د باور لیک غوښتنه د صادریدونکي اعتبار لیک پر وړاندې کولای شی.

یو په بل پسې باور لیک د صادریدونکي اعتبار لیک (ماسټر باور لیک) پر وړاندې توضیع کیږي، خو شرطونه او مقررات به یې د صادریدونکي اعتبار لیک په څیر پاتې نه شي. په صادریدونکی باور لیک کې د خپلو تادیاتو د تر لاسه کولو لپاره تاسو باید خپل اسناد او بیجک وړاندې کړی.

د طی مراحل څخه وروسته، تاسو خپل عاید تر لاسه کوی تر څو خپلو عرضه کوونکو ته یې تادیه او د خپل حساب په بیلانس کې یې کریدیټ کړی.

 

2.3. ځنډول شوي باور لیکونه

یو ثبت شوی باور لیک دی چي پواسطه یې تادیات د اسنادو مطابق او د بلوغ  په وخت کي ترسره کیږي. د دې ډول اسانتیا په درلودلو سره تاسو لومړی شیان تر لاسه کړی او بیا وروسته تادیات ترسره کړی.

 

2.4. ضمانت لیک

ضمانت خط یو لیکلی سند دی چې بانک یې خپل پیرودونکي ته د غوښتنې په صورت کې ورکوي تر څو ګټه اخیستونکي ته د هغه پیسو په ورکړه کې ترینه ګټه واخلي چې نوموړی ندی توانیدلی چې په وخت یې ورکړي.

بانک ضمانت خطونو د کارونې عمده ځایونه په لاندې ډول دي:

 

  •  د داوطلبی (بولۍ) ضمانت خط

ضمانت کوونکي (عموماْ بانک)  دغه ضمانت خط ددې لپاره کاروي چې ستاسو مشتري (ګټه اخیستونکي) ته ورباندې تادیات په هغه صورت کې ترسره کړي چې تاسو د یوې پروژې بولۍ ګټلې وي خو د قرارداد کولو څخه په شا شوی یاست.

 

  •  د فعالیت ضمانت

د فعالیت ضمانت د بانک قاطع مسؤلیت دی چې د هغې پواسطه بانک یوه اندازه پیسې ګټه اخیستونکي ته په یوه ټاکلي وخت کې تادیه کوي البته دا په هغه صورت کې د تطبیق وړ ده چې پیرودونکي ونه توانیږي چې .خپل مسؤلیتونه د گټه اخیستونکي پر وړاندې تر سره کړي

 

  • د مخکنې تادیاتو ضمانت

دا یو ډول ضمانت دی چې بانک یې د پلورونکي په استازیتوب پیرودونکي ته د مخکني تادیاتو په اړه  ورکوي تر څو هغه قرارداد چې د دوي تر مینځ موجود ده پیل شي. که چیرې قرارداد بشپړ نه شو پیرودونکی کولای شي د مخکنیو تادیاتو د راستنولو غوښتنه وکړي.

د افغان یونایتډ بانک ضمانت خط د لږو شرایطو په پوره کولو او په کم وخت کې تر لاسه کولای شی.  افغان یونایتډ بانک ضمانت لیکونه د خپلو ګرانو پیرودونکو په استازیتوب بیلا بیلو حکومتي، نیمه حکومتی ریاستونو او خصوصي سکتورونو ته توضیع کوي. مونږ د داوطلبی (بولۍ) ضمانت خط، د مخکې تادیاتو ضمانت، د فعالیت ضمانت او ځنډول شوي باور لیکونو خدمتونه وړاندې کوو.

 

2.5. وارداتي بیلونه د جمع کولو لپاره

خپل عرضه کوونکي ته د خبر ورکولو څخه وروسته چې باید افغان یونایتد بانک ته د لیږدولو اسناد ولیږي، تاسو ته به زمونږ له خوا لارښوونې درکړل شي او تادیات به هم ستاسو د خوښې مطابق ترسره شي.

 

2.6. د وارداتو تمویلول

افغان یونایتډ بانک کولای شي د عرضه کوونکو هغه اسنادو لپاره چې د اعتبار لیک او واردیدونکی بیلونو د کتګوری لاندې راځي قرضونه ورکړي.

 

3. صادرات

که چیرې تاسو په صادراتی سوداگری کې شامل وی نو مونږ کولای شو تاسو سره د صادریدونکي باور لیکونو په برابرولو، مشوره ورکولو، ساتلو، تائید کولو، کتلو او ورباندې بحث کولو کې مرسته وکړو. د مالي مرستو د تر لاسه کولو لپاره لاندې تڼیو ته فشار ورکړی: د انتقال څخه مخکې مالي مرستې، صادریدونکي بیلونه د جمع کولو لپاره، د بیجک تمویلول او داسې نور

 

3.1. صادریدونکي باور لیکونه

د صادریدونکي باور لیک د مشورو څخه د یوې نړیوالې شبکې له لارې په افغان یونایتډ بانک کې ګټه واخلی.

 

3.2. خوندي صادریدونکي باور لیکونه

ددې پرځای چې بانک ته د ورتګ لپاره د خپل صادریدونکی باور لیک د تر لاسه کولو لپاره ځان په زحمت کوې، افغان یونایتډ بانک به ستاسو اصلی اسناد په یو خوندي ځای کې تاسو لپاره وساتي او تاسو ته به د اسنادو یو نقل ولیږي.

 

3.3. د صادریدونکي باور لیکونو تائیدول

صادرونکي نه یواځې د نا آشنا پیرودونکو سره معامله کوي، خو کیدای شي د هغوي مربوطه بانکونو سره چې لږ مشهور دی او باور لیکونه یې هم ډیر باوري نه وي معامله وکړي. افغان یونایتډ بانک به ستاسو د غوښتنې سره سم ستاسو باور لیکونه تائید کړی او تاسو کولای شی د تادیاتو ضمانت له مونږ څخه د اعتبار د اسنادو مطابق تر لاسه کړی.

 

3.4. د صادراتو تمویلول د انتقال نه مخکي

مونږ د انتقال څخه وړاندې صادراتو لپاره مالی تمویل د قطعی باور لیکونو او یا د پیریدو سفارش  لپاره  په څو بیلا بیلو پولي واحداتو وړاندې کوو تر څو تاسو وکولای شی چې په ډاډمنه توګه خپله سوداګري پر مخ یوسی. که د خرڅلاو قرارداد ته مو اړتیا درلوده خو د خامو موادو پیرودلو یا د شیانو د پروسس کولو لپاره مو پیسو ته اړتیا درلوده نو افغان یونایتډ بانک تاسو ته په مختلفو پولی واحداتو باندې د انتقال څخه وړاندې د صادراتو د تمویل اسانتیا برابروي.

 

3.5. د باور لیک کنترولول او ورباندي بحث کول

د افغان یونایتډ بانک د کنترول بشپړه پروسه ستاسو د اسنادو د رد کیدو چانس کموي. د جدي معیارونو څخه ددې لپاره کار اخیستل کیږي چې ستاسو پر اسنادو بحث وشي او سمدلاسه ولیږل شي.

 

3.6.  صادریدونکي بیلونه د جمع کولو لپاره

تاسو خپل تادیات او صادرات په آسانۍ سره څارلی شی که چیرې مو د افغان یونایتډ بانک له  لاندې غوراویو څخه  یو انتخاب کړ: د منلو په وړاندې اسناد، د تادیاتو او یا د نوي مجموعې په وړاندې اسناد. افغان یونایتډ بانک د دواړو خواوو هوکړې ته په کتو د صادراتو یو ځای کولو لپاره هم تخفیف ورکوي.

 

4. د خوندیتوب ضمانت

دا د فعالیت ضمانت یو ډول دي چې ګټه اخیستونکی د دندې یا پروژې د بشپړیدو څخه وروسته خوندي ساتي. دغه دا تضمینوي چې قراردادی به ټول اړین کارونه د قرارداد مطابق ترسره کوي/او ټولې نیمګړتیاوې به پوره کوي که څه هم که ټولې پیسې قراردادي ته ورکړل شوي هم وي.