مالي پورونه

د پانګې تمویلول د یوه شرکت عملیاتی او عمومی مصارفو د لنډ مهاله تمویل لپاره یوه آسانه او د بدلون وړ طریقه بلل کیږي.

دغه مالي ملاتړ د پیرودونکي د غوښتنې په وخت کې ترسره کیږي تر څو د یوه سوداګری ورځیني عملیاتي اړتیاوې په ګډون د خامو موادو او نور مصارف پوره کړلی شي.

 

 1. مالی کاری سرمایه

ډیر ژر

 

2. لنډ مهاله مالي مرسته

په مارکیټ کې د یوه مسؤل لوبغاړي په توګه، تاسو کیدای شي کله ناکله مالي مرستو ته اړتیا ولری تر څو هغې څخه د لنډ وخت لپاره ګټه واخلی. په بیړنیو حالاتو او د لنډ مهاله کوششونو په وخت کې مونږ ته مالي مرستو اهمیت معلوم ده او پوهیږو چې ستاسو د پروژې په پلي کیدو کې څومره فعاله ونډه لرلی شي تر څو تاسو د مارکیټ ګټه خپله کړی.

نو له همدې کبله افغان یونایتډ بانک ستاسو په بریا کې مرسته کوي. تاسو کولای شی لنډ مهاله او یا لنډ مهاله د تجدید وړ پورونه د خپل داخلي سوداګری یا بهرنی سوداګری د تادیاتو لپاره تر لاسه کړی.

 

3. مینځ مهاله مالي مرستې

افغان یونایتډ بانک تاسې د پروژې بیلا بیلو برخو لپاره سمبالولی شي. هغوي چې ډیرو مالي مرستو ته اړتیا لري کولای شي د افغان یونایتډ بانک معیادي پورونو څخه ګټه واخلي تر څو وکولای شي د پروژې موخې لاس ته راوړي.

 

آیا ثابتې شتمنۍ ته اړتیا لری؟

له دغه اسانتیا څخه د ماشین الاتو، سوداګریزو ودانیو، تجهیزاتو، ځمکې او نورو په پیرودلو کې ګټه واخلی.

 

4. د پروژې سره مالي مرستې کول

مونږ به تاسو سره تر اوږده مهاله پاتې شو. یوې پروژې سره مالي مرستو کول یوه بنسټیزه حل لاره ده او مونږ به تاسو سره د پروژې په بیلا بیلو وختونو کې (د پروژې طرح څخه نیولي تر پلي کیدو پورې) مرسته کوو. په دغه خدمت کې د پور، حقوقو، موکول حقوقو، محدودیتونو او نور ضمانتونو د یوه نوي شرکت، شراکت او یا د ګډ سوداګری له لارې چمتو کول شامل دي تر څو عمومي شتمنۍ لپاره اسانتیا برابره او یا د سوداګری یو ځانګړی فعالیت ورباندې ترسره کړلی شي.

یوې پروژې سره په دوه طریقو مالي مرسته کولای شو:

یواځینۍ مالی مرسته – بانک یواځینۍ مالی مرسته ورکوونکی بنسټ دی

ګډه مالي مرسته – بانک بل پور ورکوونکي سره په ګډه یوې پروژې لپاره د پور کڅوړه جوړوي.

مونږ تاسو سره د پور د داسې یوې کڅوړې په انتخابولو کې مرسته کوو چې ستاسو سوداګری لپاره مناسبه وي.

 

5. صنفي اتحادیي :

د صنفي اتحادیو له لارې پورونه د څو بانکونو پواسطه ورکول کیږي. دلته پور د پور ورکوونکي د قانوني حد څخه زیات وي. دغه ډول پورونه د یوې مالي ډلې پواسطه د هماغه یو سند لاندې چې د هر یوه تناسب پکې ټاکلی وي ورکول کیږي.

 

6. تخفیف ورکړل شوي بیلونه

دا یو ډول پور دی چې د دریم اړخ له لورې بیل ایستل کیږي او بیا بانک سره د ضمانت په توګه ساتل کیږي. نو پدې ترتیب سره مونږ کولای شو تاسو ته د بیل د ارزښت په اندازه د پور اسانتیا برابره کړو. د پورونو د تنظیم لپاره بانک باید د بیل د بلوغ څخه وروسته ټولې پیسې راجمع کړي.