سوداگرۍ لپاره دودیزه بانکداري

دودیزه بانکداري له یوې خوا د پور ورکوونکي او پور اخیستونکي (debtor-creditor) یعنې امانت ایښودونکي او بانک تر مینځ د اړیکو پر بنیاد او له بلې خوا د پور اخیستونکي او بانک تر مینځ د اړیکو پر بنیاد ولاړه ده. د افغان یونایتډ بانک د سود بیې او لګښتونه په زړه پورې او په مارکیټ کې رقباتي دي.سوداګري د هیواد په پرمختیا کې مهم رول ادا کوي. نو له همدې کبله افغان یونایتډ بانک به تاسو سره ځان شریک ګڼي او ستاسو د مالي موخو په لاس ته راوړلو کې به ملاتړ کوي.

تاسو کولای شی چې زمونږ د ټولو خدمتونو څخه په آسانۍ او ساده شکل سره په هره څانګه کې ګټه واخلی.

conventional banking