د افغان یونایټد بانک او د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریاست تر منځ د غوره بانکي خدمتونو د وړاندی کولو په موخه هوکړه وشوه!
دا غونډه چې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس ښاغلی الحاج محمد صدیق (مهمند) په مشرۍ دایره شوې وه، د کلام الله مجید د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس د افغان یونایټډ بانک د غوره بانکې خدمتونو د وړا ندي کولو، د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره د آسانتیاوو برابرولو په موخه یې د افغان یونایټد بانک خدمتونه او هڅئ وستایلې.
همداراز د افغان یونایټد بانک د سوداګرۍ د پراختیا او بازارموندنې رئیس ښاغلی محمد معروف (سروری) غونډي ته په خپلو خبروکې وویل: افغان یونایټډ بانک د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له قدرمنې ادارې سره اوږدمهاله او نیکو اړیکو لرلو ته ژمن دې، له دې وجهې د سوداګرۍ خونې هغو قدرمنو غړو ته چې ستاسو د ادارې له لورې د رسمي مکتوب او هویت کارت په ملتیا دې بانک ته را پېژندل کېږي، نو افغان یونایټډ بانک به ټول بانکي خدمتونه لکه؛ د حسابونو پرانیستل، نړیوالې پیسې لېږل(TT)، بانکي تضمینات لکه ؛ (BG, LC, ، د مخکې اداينې بانکي ضمانت، د دواطلبۍ بانکي ضمانت او د کار د ښه اجراء ضمانت) د بانکدارۍ د نافذه قوانينو سره سم په ځانګړي تخفیف سره ورته اجراء کوي.
غونډه د دعایی په لوستلو سره پای ته ورسیده.
Better banking services provision agreement was signed between AUB and ACCI- Kandahar!
The meeting opened with the recitation of holly verses of Quran, and was chaired by Mr. Muhammad Sediq Mohmand, head of the Chamber of Commerce and Investment of Kandahar. The meeting was then followed by the head of the Chamber of Commerce and Investment of Kandahar province endorsing AUB to provide better banking services to businessmen and industrialists.
In keeping with its commitment to maintain a long-term and fruitful partnership with the esteemed Chamber of Commerce and Investment of Kandahar, AUB will give consideration to discounts on all banking services, including account opening, international money transfer (TT), BG, LC, advance payment BG, bid bond guarantee, and performance guarantee, as stated by AUB-CMO, Mohammad Maruf Sarwari, in accordance with banking laws.