AUB Logo
Hero Image

ایس ایم ایس خبرتیاوې

زمونږ لومړیتوب په افغان یونایتد بانک کې پیرودونکو ته د آسانتیاوو او خوندیتوب برابرول دی. د دې لپاره چې تاسو د خپلو فعالیتونو او بانکي حساب په اړه با خبر شئ، مونږ تاسو ته د پیغام او برښنالیک له لارې خبرتیاوې لیږو. د دې خبرتیاوې څخه موخه ستاسو د بانکي معاملو په اړه پر وخت معلومات در کول او خوندیتوب دی.

خبرتیایي پیغامونه

خبرتیایي پیغامونه تاسو ته د خپل بانکي معاملو په اړه پروخت معلومات وړاندې کوي

دا خدمات تاسوسره مرسته کوي تر څو خپل حساب څخه تل باخبر اوسئ. ستاسو له حساب څخه د پیسو ایستل او یا زیاتول به تاسو ته د پیغام له لارې خبر درکول کیږي.

د ګرځند تلفونی پیغامونو خدماتو سره تل خپل حساب ته د غیر مجازو لاسرسي څخه خبریږئ.

برښنالیکي خبرتیاوې

د خبرتیایي پیغامونو سربیره افغان یونایتد بانک برښنالیک خبرتیاوې هم وړاندې کوي، ترڅو تاسو په خپل حساب کې د هر ډول فعالیت څخه خبر وساتي.

دا خدمت د هر ډول راکړې ورکړې په تړاو مستقیم معلومات ستاسو برښنالیک پتې ته لیږي او تاسې خپل د حساب څخه باخبر ساتي.

ځانګړتیاوې

  • خوندیتوب: هر هغه معامله چې د ستاسو د خوښې حد څخه زیاته اجرا کیږي نو تاسو ته د هغې د اجرا کیدو د وخت په اړه خبر درکول کیږي نو پدې اساس تاسو د خپلو معاملو څخه باخبره ساتي.
  • هوساینه: اړتیا نشته چې حساب کنترولو لپاره په یوه بانکی څانګه یا د صرافۍ اتومات ماشین ته په قطار کې ودریږی.
  • تازه معلومات: د امانتونو/پورونو د قسطونو، د سود په نرخونو کې بدلونونو او نوي محصولاتو په اړه تازه معلومات ترلاسه کولای شی.
  • موجودیت: دغه خدمت ته د نړۍ هرې برخې څخه لاس رسۍ لرلی شی، آن تر دې چې که په سفر کې هم وی

څنګه درخواست وکړئ؟

  1. زمونږ تر ټولو نیږدې څانګې ته ورشی او خپل د حساب شمیره یا تذکره د ځان سره وساتی.
  2. د اړیکو تفصیلات:که چیرې کومه پوښتنه یا ستونزه لری نو په لاندې پتو مونږ سره اړیکه ټینګه کړی:
  3. د تلیفون شمیره: +93 (0) 20 220 3834-8 — +93 (0) 792 996 535
  4. بریښنالیک: e.banking@afghanunitedbank.com
افغان یونایټډ بانک - ستاسو د اعتماد وړ مالي شریک