AUB Logo
Hero Image

موبایل منی

موبایل منی د اداینې یو ډیجیټلی سیسټم دی چې کاروونکي کولی شي د موبایل په کارولو پیسې وسپمي، ولیږي او ترلاسه یې کړي. د دې سیسټم سره پیرودونکې کولی شی چې خپل مالی معاملې پرته له فزیکي پیسو، بانکي حساب یا کریډټ کارت، ترسره کړي. د موبایل منی خدمتونه معمولا د موبایل آپریټرونو، مالي موسسو یا دریم کس لخوا چمتو کیږي. کاروونکي کولی شي خپل د موبایل شمیرې په ثبتولو، او خپل له بانکي حساب یا والټ سره په نښلولو سره دې خدمتونو څخه ګټه واخلي. افغان یونایتد بانک په افغانستان کې د ډیجیټلی اداینې او ایکوسیستم په پرمختګ کی، د یو واحد پلتفورم لاندې د الکترونیکي مالي ادارو (EMIs) او د موبایل شبکې آپریترونو (MNOs) په ادغام کې ارزښتمن رول لوبوي. مونږ لاندې EMIs او MNOs سره مدغم شوی یو:

د Aurum Afghanistan موبایل بانکداری.

د Aurum Mobile Money شرکت د موبایل بانکدارۍ یوه پیاوړی پلټفورم وړاندې کوي چې د خوندي او ګټور ډیجیټلي تادیاتو وړاندې کوونکی دی، او کاروونکي ته دا وړتیا ورکوي چې غیر نغدي معاملې ترسره، او په ټولو حالتونو کې خپل مالي چارې اداره کړي

افغان بیسیم مای منی

افغان یونایتد بانک د افغان بیسیم د مای مني له لارې والټ څخه بانک ته (W2B) او بانک څخه والټ ته ((B2W) د پیسو لیږد رالیږد وړاندې کوي. زموږ پېرودونکي کولی شي په افغانستان کې له خپلو موبایلونو سره پیسې واستوي او ترلاسه یې کړي.

اتصالات ام حواله

افغان یونایتد بانک د اتصالاتو د ام حواله د پیسو چټک لیږد سیستم له لارې والټ څخه بانک ته (W2B) او بانک څخه والټ ته ((B2W) وړاندې کوي. زمونږ پېرودونکي کولی شي په افغانستان کې له خپلو موبایلونو سره پیسې واستوي او ترلاسه یې کړي

افغان یونایټډ بانک - ستاسو د اعتماد وړ مالي شریک