ژبه انتخاب کړئ
د Oracle OBDX آنلاین بانکداري سیسټم آنلاین بانکداري سیسټم چې د انترنت پر مټ بانکداري او یا الکترونیکي بانکداري په نوم هم پیژندل کیږي، یو دیجیټل پلتفورم دی چې پیرودونکو ته اجازه ورکوي چې خپل بانکي معاملې د انترنت پواسطه ترسره او خپل حساب د انترنت له لارې مدیریت کړي. د افغان یونایتد بانک آنلاین بانکداری تاسو ته دا امکان در بښي چې ځای او وخت په پام کې به نیولو، په یو کلیک سره بانکي معاملې ترسره کړئ. زمونږ آنلاین بانکداري خدمتونه ټول هغه خدمتونه تاسو ته وړاندې کوي کوم چې پخوا زمونږ په څانګو کې شتون درلود. سربیره پردې، مونږ تل دې خدماتو ته نوي آسانتیاوې او وړاندیزونه ورزیاتوو، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې پیرودونکي کولی شي د بانکي څانګو یا ATM ته له ورتګ څخه پرته ډیری بانکي اړتیاوې پوره کړي.