د افغان یونایتډ بانک څارونکی هیئت د نامتو داخلی وګړو او همدارنګه د پخوانیو کارکوونکو څخه چې په نړیواله کچه بانکي تجربه لري جوړ شوی دی. دغه هیئت دا وړتیا لري چې مدیره هیئت ته مناسب هدایت او لارښوونه ورکړي تر څو دوي د هغې په رڼا کې د بانک کارونه په پوره پاملرنې سره سرته ورسولی شي.
همدا چې د بانک څښتنتوب بدل شو، نو د افغانستان بانک د هدایت پر بنیاد، د بانک نوي څښتنانو څارونکی هیئت پداسې ډول بدل کړ چې د بیلا بیلو برخو استازي پکې شتون لري.