د پرمیم ماسټر کارت ټول په یوه کې

افغان یونایتډ بانک خپل نوی تولید چې د پرمیم ماسټر کارت ټول په یوه کې په نوم یادیږي در پیژني او د صرافۍ په اتومات ماشین (ATM)، (POS) او انلاین معاملو کې ترینه ګټه اخیستل کیږي.

 

3D خوندي:

د انلاین معاملو د لا خوندیتوب لپاره یو داسې پروتوکول طرح شویدی چې د هغې پواسطه د کارت درلودونکی تصدیق کیږي او په CNP تادیاتو کې د درغلۍ مخنیوی کوي.

 

څنګه کارول کیږي:

د انلاین معاملې د بشپړیدو نه وړاندې به یو فعال او د یو ځل استفادې وړ شفر د حساب درلودونکي ثبت شوي تیلفون شمیرې ته ولیږل شي.

 

ددغه کارت ګټې:

  • ساده او خوندي انترنیتي معاملې (انلاین معاملې) ورباندې ترسره کیدلی شی.
  • د PIN، CVV، او D 3 خوندي (د ماستر کارت خوندي شفر) په ذریعه خوندي ساتل کیږي.
  • د نړۍ په ټولو ATM او POS ماشینونو کې ترینه کار اخیستل کیږي.
  • 24 ساعتو لپاره د اونۍ په 7 ورځو کې بانکي حساب ته لاس رسي درلودل.
  • د نغدو پیسو د ورکیدو او غلا کیدو مخنیوی کوي.
  • په وړیا ډول ورکول کیږي.
  • پواسطه یې د افغان یونایتډ بانک د صرافۍ اتومات ماشین څخه په وړیا دول پیسې ایستل کیږي.
  • د نړۍ په هر ګوډ کې د POS پواسطه ورباندې په وړیا ډول راکړې ورکړې ترسره کولای شی.

د اړیکو تفصیل

که چیرې کومه پوښتنه یا ستونزه لری نو په لاندې پتو مونږ سره اړیکه ټینګه کړی:

د تیلفون شمیره:  +93 (0) 20 220 3834-8

بریښنا لیک : e.banking@afghanunitedbank.com

 

څنګه یي ترلاسه کولي شو؟

زمونږ تر ټولو نیږدې څانګې ته ورشی او خپل د حساب شمیره یا تذکره د ځان سره وساتی.