د صرافۍ اتومات ماشینونه (ATM)

که چیرې د افغان یونایتډ بانک ATM کارت درلودونکی یاست، نو تاسو کولای شی د نړۍ په هر ګوډ کې خپلې راکړې ورکړې ترسره کړی. اوس مهال زمونږ د ATM ۳۲ ماشینونه په ټول هیواد کې فعال دي او کولای شي چې د بیلا بیلو کارتونو لکه MasterCard, Maestro, Cirrus, American Express او داسې نورو څخه راکړې ورکړې ترسره کړي.

 

د دبت کارت درلودونکي د افغان یونایتډ بانک د صرافي اتومات ماشینونو پواسطه لاندینۍ راکړې ورکړې ترسره کولی شي.

  • د نغدو پیسو ایستل
  • د بیلانس په اړه معلومات
  • کوچنۍ صورت حساب
  • د PIN بدلول

د نورو بانکونو پیرودونکي د افغان یونایتډ بانک د صرافۍ اتومات ماشین څخه ګټه اخیستلی شي او کولای شي تر ۲۵۰۰۰ افغانیو پورې  پیسې په یوه ورځ کې اوباسي او خپل بیلانس هم ورباندې کنترول کړي.

 

د اړیکو تفصیل

د تیلفون شمیره:  +93 (0) 20 220 3834-8

۲۴ ساعته تخنیکي ملاتړ:  +93 729 700 777

بریښنا لیک: e.banking@afghanunitedbank.com