لکه څنګه چې ټولو ته روښانه ده، په دې وروستیو کې له پاکستان څخه یو زیات شمیر افغان کډوال را ایستل شوي چې په نا سم اقتصادي وضعیت کښي شپې او ورځې تیروي. افغان یونایټډ بانک د افغانستان له ګران او قدرمن ولس سره په بېلابېلو برخو او شرایطو کښي د خپلو پخوانیو همکاریو په دوام دا ځل په پام کې لري چې 15 تنو راستانه شویو افغان کډوالو ته په دې بانک کښي کاري زمینه برابره کړي تر څو زمونږ ځورول شوي وطنوال وکو شي د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.