ښاغلی راشد ګلبهاري یو تجربه لرونکی بانکدار دی چي د افغانستان په بانکي صنعت کي له ۱۳ کلونو زیاته کاري تجربه لري.
ښاغلی ګلبهاري له هند هیواد څخه لیسانس او د کاردان پوهنتون څخه په مالي برخه کي د ماسټرۍ سند لري. نوموړي په IFRS/IAS، محاسبې معیارونو او بانکدارۍ روزنه کې مختلف تصدیق شوي کورسونه ترسره کړي دي.
نوموړی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغان یونایټډ بانک سره په بيلابيلو برخو کي کار کړی دی او په ۲۰۲۱ کال کې د همدې بانک د مالي چارو د رئیس په توګه وګمارل شو.
ښاغلی ګلبهاري په مالي او محاسبوي، بانکي عملیاتو او د خطر مدیریت په برخه کي بيلابيلي تجربې لري.
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.