آنلاین بانکداري سیسټم چې د انترنت پر مټ بانکداري او یا الکترونیکي بانکداري په نوم هم پیژندل کیږي، یو دیجیټل پلتفورم دی چې پیرودونکو ته اجازه ورکوي چې خپل بانکي معاملې د انترنت پواسطه ترسره او خپل حساب د انترنت له لارې مدیریت کړي. د افغان یونایتد بانک آنلاین بانکداری تاسو ته دا امکان در بښي چې ځای او وخت په پام کې به نیولو، په یو کلیک سره بانکي معاملې ترسره کړئ. زمونږ آنلاین بانکداري خدمتونه ټول هغه خدمتونه تاسو ته وړاندې کوي کوم چې پخوا زمونږ په څانګو کې شتون درلود. سربیره پردې، مونږ تل دې خدماتو ته نوي آسانتیاوې او وړاندیزونه ورزیاتوو، ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې پیرودونکي کولی شي د بانکي څانګو یا ATM ته له ورتګ څخه پرته ډیری بانکي اړتیاوې پوره کړي.
1. د حساب مدیریت:
· د بیلانس ښودنه: د سپما، جاري او بانکونې حسابونو بیلانس ته لاسرسی او ښودنه.
· د معاملې سوابق: د سپما، پیسو اخیستل او لیږد رالیږد په شمول، د پخواني معاملاتو څیړنه.
2. د پیسو لیږد:
· کورني لیږدونې: په بانک کې له یو حساب څخه بل حساب ته د پیسو لیږد. همدارنګه، که تاسو په یو ځانګړي وخت کې د پیسو لیږد ته اړتیا لرئ، دا په خپلکار ډول د ( Standing Instruction) له لارې ترسره کیدی شي.
· بهرني لیږدونې: کورني او بهرني بانکي حسابونو ته د پیسو لیږل. (اوس مهال د مرکزي بانک د لارښونې له کبله محدود شوی).
3. د بل اداینې:
· د بل ادایني: د دوامداره بلونو او نور دوامداره اداینې لپاره مهالویش
· خپلکاره اداینې: د دوامداره مصارفو خپلکاره اداینې تنظیم
4. موبایل او انترنټي لاسرسي:
· د موبایل بانکداری اپلیکیشن: د زیرک موبایلونو او ټبلټونو په کارولو سره د ځانګړي اپلیکیشن له لارې بانکي خدماتو ته لاسرسی.
· انترنتي پورټال: د انټرنټي رابط کارول چې په کمپیوټر او موبایل کې د براوزر له لارې د لاسرسی وړ ده.
5. امنیتې ځانګړتیاوې:
· رمز/پسورډ ایښودنه: معلومات د لیږد پر مهال د ساتنې لپاره، پټ نوم ایښودنه کیږي.
· د پیژندګلوي تصدیق یا Multi-Factor Authentication: د خوندیتوب د زیاتوالی لپاره د پټ نوم د تایید نورو مرحلو ته اړتیا.<o :p></o>
· د درغلي کشف: د معاملو څارنه د غیر معمولي فعالیتونو پیژندلو او د درغلیو مخنیوي لپاره.
6. QR کوډ سره اد اینې:
· د یو استازی څخه د پیسو ترلاسه کول: د QR کوډ په کارولو تاسو کولی شئ په ټول افغانستان کې زمونږ د 250 مجاز استازو څخه پیسې ترلاسه کړئ.
· د استازی پواسطه د پیسو جمع کول: زمونږ د QR کوډ خدماتو سره کولی شئ په ټول افغانستان کې د (۲۵۰ استازو) له لارې خپل حساب ته پیسې جمع کړئ.
· د ټکسي کرایه: زمونږ له QR کوډ سیسټم په کارولو سره کولی شئ د ټکسي کرایه په آسانه او چټکی سره ورکړئ.
· د پلورنځي/سوپرمارکیت څخه پلورل: زمونږ د QR کوډ آسانتیا په کارولو، تاسو کولی شئ خپل د خرڅلاو پیسې په چټکی سره پلورنځيو یا سوپر مارکیټونو ته ورکړئ.
· د بل اداینه: تاسو کولی شی زمونږ د QR کوډ سیسټم، د بنسټونو، پلورونکو، دولت او سوداګرۍ له اړتیاوې سره سم سم، د بل اداینې لپاره تنظیم کړی.
· د پیسو لیږدونه: زمونږ د QR کوډ کارلو سره، کولی شئ هر وخت، هرچیرې او هر هغه چا ته پیسې واستوئ چې په افغان یونایتد بانک کې حساب لري.
7. د پیرودونکو ملاتړ
· آنلاین خبرې اترې: په آنلاین ډول چت او یا پیغام کولو خدمتونو ته لاسرسي (ډیر ژر...)
معمولي پوښتنې او د مرستې مرکز: د معمولو پوښتنو او د هغوې حل لپاره د ځان-خدمتي ټاکنې فعالول
· ۲۴/۷ لاسرسي: پیردونکو ته اجازه ورکوي چې انترنت سره په اړیکه، خپل د بانکداری اړتیاوې، په هر وخت، او هر ځای کی مدیریت کړي.
· بانکي څانګې ته د تګ اړتیا کمول: د بانکدارۍ ډیری اړتیاوې پرته له دې چې د بانک څانګې ته لاړ شئ، پوره کیږي.
1. اغیزمنتوب:
· چټک لیږدونې: د معاملاتو او لیږدونو د چټک پروسس آسانتیا.
· بې له پاڼې لیږدونه: فزیکي اسنادو ته کمه اړتیا.
2. مالي مدیریت:
· بودجوي ابزار: د بودجې د تصفیې او مالي مدیریت لپاره د ابزارو وړاندې کول.
3. خبرداری او خبرتیاوې: د بانکي حساب د فعالیتونو په اړه د چټکې خبرتیاوې وړاندې کول.
4. پرمختللي خدمتونه:
· د اندازې وړ ځانګړتیاوې: کاراخیستونکو ته اجازه ورکوي چې ټاکنې تنظیم او حساب خپل اړتیاو ته اړوند مدیریت کړي.
· ادغام: کولی شي چې د شخصي مالي نرم افزارونو او نور مالي ابزارو سره مدغم شي.
• خوندي ننوتل: د پیاوړي پټ نوم او MFA په کارولو، د خوندي ننوتلو څخه ډاډ.
• دوامداره څارنه: د غیر مجازو معاملو د څارنې لپاره د حساب پر فعالیت دوامداره څارنه.
• و نرم افزار اپډیټ کول: د وروستي امنیتي ابزارو په مرسته، د اپلیکیشن اپډیټ کول.
زمونږ آنلاین بانکداري سیسټمونه پیرودونکو ته د بانکي اړتیاوو د پوره کولو د انعطاف وړ او اغیزمنو لارو په چمتو کولو سره آسانتیاوې او مالي مدیریت په پراخه کچه خدمات وړاندې کوي.
زموږ نږدې څانګې ته لاړ شئ د خپل حساب شمیره په اسانۍ سره له ځان سره وساتئ.
د اړیکو تفصیلات
که تاسو کومه پوښتنه یا شکایت لرئ، د لاندې اړیکو توضیحاتو له لارې موږ سره اړیکه ونیسئ:
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.