منی ګرام د مالي خدماتو یو نړیوال شرکت دی چې د پیسو د لیږد او تادیاتو آسانتیاوې برخه کې فعالیت کوي. منی ګرام په پراخه کچه د نړیوالو پیسو لیږد رالیږد لپاره کارول کیږي. دا خدمتونه په افغانیو او ډالر اسعارو تر سره کیږي.
افغان یونایتد بانک د مني ګرام سره مدغم او په افغانستان کې د منی ګرام یوازنی استازی دی. دا بانک د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د مني ګرام د خدمتونو د پراخولو په موخه څانګې جوړې کړی دی. دا فرعي استازي د نړیوالو پیسو لیږد آسانه کوي او پیرودونکو ته مناسب خدمات وړاندې کوي.
Aurum Afghanistan د الکترونیکي تادیاتو چمتو کونکی دی چې د موبایل بانکدارۍ له لارې پیرودونکو او سوداګرۍ ته د اداینې آسانتیا چمتو کوي. دا شرکت خپل فعالیتونه د ۲۰۲۲ په فبروري کې پیل، او له هغې راهیسې یې د پام وړ پرمختګ کړی.
Aurum Afghanistan د افغانستان د صنعت او سوداګری وزارت لخوا ثبت او راجستر شوی، او د افغانستان له مرکزي بانک څخه د (EMI) جواز ترلاسه کولو په حال کې دي. د دې شرکت موخه د کاروونکو لپاره اغیزمن، د لاسرسي وړ او خوندي مالي خدمتونه وړاندې کول دي.
تاسو کولی شئ په ټول افغانستان کې دAurum د استازو له لارې، ټوله نړۍ ته پیسې واستوۍ او یا یې ترلاسه کړۍ.
بلورو افغانستان د الکترونیکي خدمتونو په برخه کې ټول هیواد کې یو مخکښ شرکت دی. دا شرکت چې په ۲۰۱۲ کې تاسیس شوی، الکترونیکي ډول د موبایل کریدټ زیاتول، نوي سیمکارت اخیستل، د سیمکارت بدلول او د پیسو لیږد خدمتونه، د سهل-حواله او مني ګرام پلټفورمونو په کارولو پراخه خدمات وړاندې کوي. دا خدمات په کابل او نورو ولایتونو کې د معاشونو د ویش او د اوبو او برښنا بلونو تحویلي هم وړاندې کوي.
د بلورو موخه د عصري ټکنالوژی کارول، غیر نقدي معاملو ترویج او مالي ګډون (مشمولیت) دی. چې د ګڼ شمیر استازو او د توزیع کونکو او پلورونکو یوې شبکې سره بازار کې یو پیاوړی حضور لري.
تاسو کولی شئ په ټوله نړۍ کې د بلورو د هر استازې له لارې پیسې واستوی او یا ترلاسه یې کړئ.
په ۲۰۱۸ کې تاسیس، افغانستان میشت یو نوښتګر دیجیټلي شرکت دی. دا شرکت د ډیجیټل ایکوسیستم په پراختیا تمرکز کولو د خدماتو پراخه لړۍ وړاندې کوي. تاسو کولی شئ په ټوله نړۍ کې د Zinzir د هر استازې له لارې پیسې واستوی او یا ترلاسه یې کړئ.
د افغان بیسیم موبایل بانکدارۍ خدمات؛ د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په افغانستان کې لومړنی او لوی مخابراتي شرکت دی. افغان بېسیم په ۱۹۹۸ کې تاسیس شوی، او په هیواد کې د مخابراتي خدماتو کې یو مخکښ شرکت دی. تاسو کولی شئ په ټوله نړۍ کې د افغان بیسیم د هرې څانګې له لارې پیسې واستوی او یا ترلاسه یې کړئ.
داخلي حواله یو محصول دی چې پدې وروستیو کې د پیرودونکو او غیر پیرودونکو (حساب نه لرونکي) لپاره، الکترونیکي ډول د پیسو/ حواله جاتو لیږدولو لپاره په لاره اچول شوی. یاد خدمات د یو کس یا شرکت څخه بل کس یا شرکت ته د بانکي نمایندګۍ له لارې په اغیزمن او خوندي ډول د پیسو لیږدونه چمتو کوي.
دا پروسه داخلي مالي معاملاتو اغیزمنتوب او آسانتیا کې مرسته کوي او (حساب نه لرونکي) پیرودونکو ته په رسمي بانکي چینلونو د پیسو کورنۍ لیږد آسانه کوي.
دا محصول د تصادفي یا حساب نه لرونکي پیرودونکو لپاره د افغان یونایتد بانک په څانګو کې د لاسرسی وړ دی. آسانۍ سره د کار ترسره کیدل، پرته له بانکی حسابه د استفادې وړ، چټکی سره د معاملاتو ترسره کول، ډاډ سره د د پیسو لیږل؛ پیرودونکي سره مرسته کوي چې چټک او اغیزمن معلومات خپل د فوري مالي اړتیاوې لپاره ترسره کړي.افغان یونایتد بانک په دې وروستیو کې تصادفي یا حساب نه لرونکي پیرودونکو لپاره د بهرنیو اسعارو د تبادلې خدمتونه چمتو کړی ده. دا خدمات د بهرنیو اسعارو د تبادلې لپاره یو رسمي، خوندي او اغیزمنه لاره ده چې لدې لارې هراړخیز مالي آسانتیاوو چمتو کولو لپاره زموږ ژمنې پیاوړې کوي.
د دې محصول لومړني موخه د بهرنیو اسعارو د تبادله د هغو پیرودونکو لپاره ده چې دې بانک کې حساب نلري.
دا محصول په خوندي او ډاډمن ډول د پیسو د چټکې تبادلې ملاتړ، او پیرودونکو ته وړتیا ورکوي چې ګړندي او اغیزمن معاملات ترسره کړي.
تصادفي یا حساب نه لرونکي پیرودونکي کولی شي چې خپل د اړتیاوو سره سم د اسعارو بیلابیل مقدار تبادله کړي؛ د یو کوچنې سفر لکښت څخه نیولې تر یو لوی مالي معاملې پورې. دا محصول کاروونکو ته اجازه ورکوي چې پرته له ځنډه د مالي اړتیاوو او سمدستي مالي معاملو لپاره بانک ته مراجعه وکړی.
دا محصول د افغان یونایتد بانک ټولو څانګو کې تصادفي پیرودونکو ته د لاسرسی وړ ده2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.