favicon

د قوانیو رعایتولو آمریت

  • کور
  • د قوانیو رعایتولو آمریت
shape shape

د افغان يونايټډ بانک قوانیو رعایتولو آمریت

(د قوانیونو د رعایتولو په اړه د تکنالوژۍ ابزار)

د افغان یونایتد بانک د قوانینو رعایتولو آمریت، لاندې موخو ته د رسیدو لپاره پر پرمختللي وسایلو سمبال دی:

  • د تحریمونو څیړنه یا Sanction Screening
  • د ډیر شمیر او شکمنو لیږدونو او فعالیتونو په اړه رپوټ
  • د معاملاتو پر خوندیتوب څار یا Safe Watch Profiling

 

دا ابزار په ورځنۍ ډول د قوانینو او مقرراتو د پلي کولو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره کارول کیږي چې زمونږ ژمنتیا د نړیوالو او نظارتي اقداماتو سره سم د پالیسیو او طرزالعملونو پلي کول تضمینوي.

د بنسټیز خطر ارزونه یا (EWRA)

د بانک فعالیتونه د خطر پر بنسټ د تګلارې یا (RBA) سره سم ترسره کیږي، او د EWRA لپاره د بیلابیلو فکتورونو پر اساس د کلني خطر ارزونې ترسره کولو لپاره اغیزمنې لاري چمتو کوی. د بانک څارنې او عامل پلاوي د مقرراتو او نړیوالو معیارونو سره بشپړ اطاعت څخه ډاډ ترلاسه کوي. د بنسټیز خطر ارزونې وروستۍ پایله دا ده چې د بانک د قوانینو رعایتول، د معیارونو ساده کول، او د جغرافیه پراساس د محصولاتو، خدماتو، پیرودونکو ډولونو، د لیږدونې لارې لپاره اړین خطر ټاکل دي.

په افغان یونایتد بانک کې د قوانینو رعایتولو کولتور

په بانک کې له قوانینو څخه رعایت او د مقرراتو پلي کول د ډاډینې په موخه، د افغان یونایتد بانک د قوانینو رعایتولو آمریت، له قوانینو او مقرراتو د رعایتولو په موخه کارکوونکي ګمارلي دی. له قوانینو څخه د پیروی دود موخه د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ تمویل پر وړاندې د مبارزې او د تحریمونو په اړه خبرتیا ده.

د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په اړه روزنیزی  پورګرامونه

د بانک د کلني ظرفیتونو د لوړولو پلان پر اساس، دا په بانک کې یو دوامداره کړنه دی. له همدې امله، د څارنې او عامل پلاوي په ګډون، روزنه د ټولو کارکونکو لپاره ترسره کیږي.

WhatsApp Icon