موبایل منی د اداینې یو ډیجیټلی سیسټم دی چې کاروونکي کولی شي د موبایل په کارولو پیسې وسپمي، ولیږي او ترلاسه یې کړي. د دې سیسټم سره پیرودونکې کولی شی چې خپل مالی معاملې پرته له فزیکي پیسو، بانکي حساب یا کریډټ کارت، ترسره کړي.
د موبایل منی خدمتونه معمولا د موبایل آپریټرونو، مالي موسسو یا دریم کس لخوا چمتو کیږي. کاروونکي کولی شي خپل د موبایل شمیرې په ثبتولو، او خپل له بانکي حساب یا والټ سره په نښلولو سره دې خدمتونو څخه ګټه واخلي.
افغان یونایتد بانک په افغانستان کې د ډیجیټلی اداینې او ایکوسیستم په پرمختګ کی، د یو واحد پلتفورم لاندې د الکترونیکي مالي ادارو (EMIs) او د موبایل شبکې آپریترونو (MNOs) په ادغام کې ارزښتمن رول لوبوي.
د EMIs او MNOs سره په ادغام افغان یونایتد بانک دیجیتلي تادیاتو آسانتیاوې وړاندې کوی او د بیلابیلو والټونو کاروونکو ترمنځد غیر نغدي معاملاتو لار هواروي. زمونږ د ادغام پروسه لاندې آسانتیاوې وړاندې کوي:
دوه اړخیزه معاملات: کاروونکي کولی شي په آسانۍ سره پیسې ولیږي او د EMIs له لارې بیلابیلې اداینې ترسره او د مالي ګډون (مشمولیت) څخه ډاډ ترلاسه کړي.
بشپړ دیجیتلي تادیات: له هوساینې او امنیت د پراختیا سره د دیجیتلي معاملاتو لپاره یو واحد او بشپړ پلتفورم.
مونږ لاندې EMIs او MNOs سره مدغم شوی یو:
لاندې EMIs او MNOs سره ادغام په جریان کې دی
د Aurum Mobile Money شرکت د موبایل بانکدارۍ یوه پیاوړی پلټفورم وړاندې کوي چې د خوندي او ګټور ډیجیټلي تادیاتو وړاندې کوونکی دی، او کاروونکي ته دا وړتیا ورکوي چې غیر نغدي معاملې ترسره، او په ټولو حالتونو کې خپل مالي چارې اداره کړي.
افغان یونایتد بانک د اتصالاتو د ام حواله د پیسو چټک لیږد سیستم له لارې والټ څخه بانک ته (W2B) او بانک څخه والټ ته ((B2W) وړاندې کوي. زمونږ پېرودونکي کولی شي په افغانستان کې له خپلو موبایلونو سره پیسې واستوي او ترلاسه یې کړي.
افغان یونایتد بانک د افغان بیسیم د مای مني له لارې والټ څخه بانک ته (W2B) او بانک څخه والټ ته ((B2W) د پیسو لیږد رالیږد وړاندې کوي. زموږ پېرودونکي کولی شي په افغانستان کې له خپلو موبایلونو سره پیسې واستوي او ترلاسه یې کړي.
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.