زمونږ لومړیتوب په افغان یونایتد بانک کې پیرودونکو ته د آسانتیاوو او خوندیتوب برابرول دی. د دې لپاره چې تاسو د خپلو فعالیتونو او بانکي حساب په اړه با خبر شئ، مونږ تاسو ته د پیغام او برښنالیک له لارې خبرتیاوې لیږو. د دې خبرتیاوې څخه موخه ستاسو د بانکي معاملو په اړه پر وخت معلومات در کول او خوندیتوب دی.
خبرتیایي پیغامونه تاسو ته د خپل بانکي معاملو په اړه پروخت معلومات وړاندې کوي. دا خدمات تاسوسره مرسته کوي تر څو خپل حساب څخه تل باخبر اوسئ. ستاسو له حساب څخه د پیسو ایستل او یا زیاتول به تاسو ته د پیغام له لارې خبر درکول کیږي.
د ګرځند تلفونی پیغامونو خدماتو سره تل خپل حساب ته د غیر مجازو لاسرسي څخه خبریږئ.
د خبرتیایي پیغامونو سربیره افغان یونایتد بانک برښنالیک خبرتیاوې هم وړاندې کوي، ترڅو تاسو په خپل حساب کې د هر ډول فعالیت څخه خبر وساتي. دا خدمت د هر ډول راکړې ورکړې په تړاو مستقیم معلومات ستاسو برښنالیک پتې ته لیږي او تاسې خپل د حساب څخه باخبر ساتي.
زمونږ تر ټولو نیږدې څانګې ته ورشی او خپل د حساب شمیره یا تذکره د ځان سره وساتی.
د اړیکو تفصیلات:
که چیرې کومه پوښتنه یا ستونزه لری نو په لاندې پتو مونږ سره اړیکه ټینګه کړی:
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.