favicon

د معاش حساب

shape shape

د معاش حساب

د یوې ادارې د کارکوونکو د معاشونو حساب اساساً د یادې ادارې د غوښتنې او له بانک سره د توافق له مخې پرانیستل کېږي، تر څو د کارکوونکو معاشونه د بانک له لارې د اړوندې ادارې له حساب څخه د کارکوونکو حسابونو ته ولیږدول شي. د معاشونو حساب پرانیستلو لپاره، یوه اداره باید بانک ته د غوښتنې استولو وروسته یو تړون لاسلیک کړي. د تړون سربیره، ياد اداره بايد د معاشونو د حساب شرايط او ضوابط هم لاسليک او د خپلو کارکوونکو لست وړاندې کړي.

د معاشونو حسابونه باید د جاري حساب په بڼه پرانیستل شي، مګر د دې حساب صنف یا کټګورۍ توپیر لري، ځکه چې، د معاشاتو حساب او انفرادي جاري حسابونه، په ساتلو کې سره توپیر لري، لکه د پرانیستلو بیلانس او ​​د حساب په تړلو لګښت نه وضع کیږي.

 

 

 

image

د استخدام کوونکی ادارې لخوا د معاشاتو د حساب پرانستلو تړون
د کارکوونکی تذکره
معتبر پاسپورت ، ویزه او د کار جواز (بهرني وګرو لپاره اړین)
د استخدام کوونکی له خوا پیژندپاڼه

WhatsApp Icon