مضاربه سپما حساب بانک او پیرودونکی ترمنځ یو مشارکتي تړون دی، چی پیرودونکی نغدې پیسې بانک ته سپاري او بانک یې د شرعي اصولو سره سم پانګونه کوي. ګټه او تاوان د شریکانو تر منځ د مخکې توافق شوي تناسب له مخې ویشل کیږي.
ایا تاسو د انعطاف منونکی پانګوونې په لټه کې یاست؟
برکت حساب تاسو ته د یوې ټاکلې مودې لپاره د مضاربت پر بنسټ پانګه اچونې اسانتیا برابروي. د وخت په پورکیدو سره ویشل شوي ګته ستاسو لخوا ټاکل شوی حساب ته لیږدول کیږي.
برکت حساب به هغه وخت یو مناسبه ټاکنه وې چې تاسو خپلو پیسو ته اړتیا ونلرئ او غواړئ د سپما حساب څخه ډیرې ګټې ترلاسه کړئ.
۱۸ کالو څخه پورته کسان، بنسټونه، ټولنې، شرکتونه او نور موسسات چې د اړوندو دولتي څانګو لخوا جواز ولري.
· پیرودونکی باید په افغان یونایتد بانک کې جاري او یا سپما حساب ولري
· لومړنۍ سپما ۶۰۰۰۰ افغانۍ او یا ۱۰۰۰ امریکای ډالر (د شرکتي حساب لپاره ۱۰۰۰۰۰ افغانۍ او یا ۲۰۰۰ امریکایي ډالر)
· د مضاربی برکت حساب د پرانستلو نه مخ کې او په جریان کې، هیڅ ډول ګټه/مفاد شتون نلري
· د پانګې اچونې څخه را منځ ته شوي ګټې، د بانک او پانګه اچوونکی تر منځ د موافقه شوي تناسب سره سم ویشل کیږي
· بانک په ربعوار توګه د پانګونې پایله اعلانوي
· لکه څنګه چې په تړون کې راغلې، دې حساب لپاره موده (۶ میاشتې څخه تر ۱ کاله پورې ده)
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.