favicon

کیو آر کوډ (QR Code)

  • کور
  • کیو آر کوډ (QR Code)
shape shape

کیو آر کوډ (QR Code)

 افغان یونایټډ بانک (AUB) اوس د کیو آر کوډ (QR Code) محصول له لارې لاندې خدمتونه وړاندې کوي. دا خدمتونه د افغان یونایټډ بانک د برښنايزي بانکداري سیسټم له لارې د افغانستان په څلور دیرش (34) ولایتونو کې زموږ د (260) څخه د زیاتو استازو له لارې تاسو ته اسانه کوی.

  1. د پیسو جمع کول (زیاتول) بانکي حساب ته
  2. د پیسو ترلاسه کول د بانکي حساب څخه
  3. د پیسو جمع کول (زیاتول) د دریم شخص  لخوا په بانکي حساب کې

 

image

د افغان يونایټډ بانک قدرمن پېروودونکي کولای شي د افغان یونایټډ بانک د رسمي استازوو له لاري خپل بانکې حساب ته د پیسو د جمع کولو(زیاتولو)  په وخت کې لاندې شرایط په پام کې ونیسي:

·       د باور وړ تذکره یا پاسپورت

·       بانکي حساب نمبر

·       په ورځ کې د پنځه (5 ) بانکي معاملو محدودیت، چې هره بانکي معامله به د شل زره (20,000) افغانیو څخه زیاته نه وي

د افغان يونایټډ بانک قدرمن پېروودونکي کولای شي چې د افغان یونایټډ بانک د رسمي استازوو له لاري د پیسو د ترلاسه کولو( ایستلو) په وخت کې د خپل بانکي حساب څخه، لاندي شرایط په پام کې ونیسي:

·       د باور وړ تذکره یا پاسپورت

·       بانکي حساب نمبر

·       په ورځ کې د څلور (4) بانکي معاملو محدودیت، چې هره بانکي معامله به د پنځلس زره (15000) افغانیو څخه زیاته نه وي

هغه هیوادوال چې د افغان یونایټډ بانک حساب لرونکي نه دي، بیا هم کولی شي زموږ د رسمي استازوو له لارې د افغان یونایټډ بانک حساب لروونکي ته د پیسو د جمع کولو (زیاتولو)  په وخت کې لاندې شرایط په پام کې ونیسي:

·       د باور وړ تذکره یا پاسپورت

·       بانکي حساب نمبر

·       په ورځ کې د پنځه (5) بانکي معاملو محدودیت، چې هره بانکي معامله به دشل زره (20,000) افغانیو څخه زیات نه وي

WhatsApp Icon