د تادیاتو سیسټم هغه سیسټم دی چې پیرودونکو ته بانک کې یا د بانک څخه بهر د پیسو لیږدولو فرصت برابروي (بهرني لیږدونو کې دواړه کورني او نړیوالی لیږدونی شامل دي).
د تادیاتو په سیستم کې لاندې اسانتیاوې شاملې دي.
آنلاین بانکدارۍ پیرودونکو ته د بانکدارۍ اسانتیاوې په داسې ډول چمتو کوي چې هغوې د کوچنیو معاملاتو لکه د پیسو ایستل، د پیسو سپما او د بانکي چک اداینې او داسې نورو معاملاتو لپاره بانک ته په تګ اړ نه شي.
نغدي معاملات (سپما او ایستل) د پیرودنکو لپاره په یو ټاکلي ځای کې تر ټولو لږ لګښت او د معاملاتو ارزښت ته په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.
پیرودونکی باید په افغان یونایتد بانک کې یو فعال حساب ولري.
پیردونکی باید د آنلاین بانکدارۍ له شرایطوسربیره، بانک لخوا د ټاکل شوي خدماتي فیس یا لګښت ومني.
د آنلاین بانکدارۍ لپاره پته باید بانک سره راجستر شي.
د پیسو الکترونیکي لیږد رالیږد اصطلاح، بانکي حساب لرونکو لخوا ذینفعې ته په هیواد او یا بهر کې په آنلاین ډول د پیسې لیږلو ته وایي.
کورني الکترونیکي لیږد رالیږد: د افغان یونایتد بانک لخوا بانکي حساب لرونکو ته د بین البانکي لیږد را لیږد آسانتیا کورنیو بانکونو ته چمتو کول دی.
بین البانکي الکترونیکي لیږد را لیږد: هغه آسانتیا چې د افغان یونایتد بانک لخوا حساب لرونکو ته، د پیسو لیږد رالیږد د SWIFT نړیوال سیسټم له لاري وړاندې کیږي. پیسې د بهرنیو بانکي شبکو یا معامله دارو بانکونو له لارې لیږدول کیږي.
د کورنیو بانکونو څخه په الکترونیکي ډول پیسې ترلاسه کول:
هغه چوپړتیاوی دي چې د افغان یونایتد بانک لخوا، بانکي حساب لرونکو ته د نورو کورنیو بانکونو څخه د حوالو د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کیږي.
د بهرنیو بانکونو څخه په الکترونیکي ډول پیسې ترلاسه کول: هغه چوپړتیاوې دي چې د افغان یونایتد بانک لخوا، حساب لرونکو ته د سویفت شبکې په مرسته د بهرنیو حوالو د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کیږي.
کټې:
افغان یونایتد بانک خپلو پیرودونکو ته د سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې همیش آسانتیاوې برابروي، په ځانګړې توګه د نغدي معاملاتو په برخه کې هغو سیمو ته چېرته چی بانکي څانګې شتون نلري. دا آسانتیا د دې بانک د فرعي استازو د شبکې پر مټ ترسره کیږي. افغان یونایتد بانک د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې فرعي څانګې لري.
دا ځانګړی خدمتونه زمونږ پیرودونکو ته دا وړتیا ورکوي چې د پیژندګلوي کارتونو (تذکره، پاسپورټ، د پیژندګلوي کارټ یا د تلیفون شمیرې) په کارولو نغدي راکړه ورکړه ترسره کړي.
ګټې:
افغان یونایتد بانک پیرودونکو ته د ټولو څانګو له لارې بانکي حساب درلودلو او نه درلودلو په صورت کې، د مالیې/ګمرکي تعرفو د اداینې خدمتونه وړاندې کوي.
د مالیاتو اداینې آسانتیا پیرودونکو ته دا توان ورکوي چې خپل مالیات او ګمرکي محصولات په مناسبه بیه او په مناسب وخت ادا کړي.
افغان یونایتد بانک په افغانستان کې د مني ګرام شبکې یوازنی جواز لرونکی بانک دی، چې لدې لارې کورني او بهرني نغدي حوالو آسانتیا وړاندې کوي.
پیرودونکي کولی شي چې د مني ګرام له لارې په چټکۍ او د لږو اسنادو په وړاندې کولو سره خپلی پیسې واستوي یا یې ترلاسه کړي. د آسانه معاملاتو په وړاندې کولو سربیره، دا سیسټم د یو ډاډمن خوندیتوب څخه هم برخمن دی. د مني ګرام آسانتیا د بازار په پرتله په ټیټه بیه ترسره کیږي.
دا آسانتیا د بانک د ټولو ادارو او فرعي استازو له لارې وړاندې کیږي.
افغان یونایتد بانک شرکتی پیرودونکي هڅوي چې د خپلو کارمندانو معاشونه په ټیټه بیه (په افغان یونایتد بانک او یا نورو کورنیو بانکونو کې د حساب له لارې) ادا کړي. پیرودونکي کولی شي خپل د کارکوونکو معاشونه د هغوی حسابونو ته په 24 ساعته توګه ولیږ دوي.
افغان یونایتد بانک له هغو شرکتونو سره هم مرسته کوي چې د خپلو هغو کارکوونکو معاشونه د پیژندګلوي کارټ په ښودلو ورکړي، چې بانکي حساب نه لري، او یا په داسې ځایونو کې هستوګن دي چې بانکي څانګې په کې نشته.
زمونږ درانه پیرودونکي کولی شي د افغان یونایتد بانک د ټولو څانګو له لارې خپل د برښنا بل ادا کړي.
مصرفي بلونه د نغدو پیسو یا د پیسو لیږد له لارې تادیه کیدی شي.
افغان یونایتد بانک پیرودونکو ته په خپلو حسابونو کې د نړیوالو چکونو د زیاتولو آسانتیا برابروي.
د اوبو بل د افغان یونایتد بانک د ټولو څانګو له لارې د اداینې وړ ده.
حساب لرونکي پیرودونکي او تصادفي پیرودونکي کولی شي خپل بلونه د خپلې خوښې ادارې له لارې تحویلې کړي.
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.