ښاغلی مبین احمد امین د افغان یونایتد بانک د عامل پلاوي مرستیال په توګه دنده ترسره کوي او همدارنګه د بانک د عامل پلاوي یو له مهمو غړو څخه ګڼل کیږي. نوموړی په افغانستان کې د بانکداري او مالي خدمتونو، عملیاتي برخو، بانکي اعتباراتو، شرکتي ستراتیژۍ، مالي چارو، رهبري او مدیریت برخو کې ۱۳ کلنې پراخې تجربې برخمن دی.
ښاغلی امین خپلې لوړې زدهکړی د ماسټرۍ په کچه بشپړې کړې دي او په بانکداري او مالي چارو کې ځانګړی تخصص لري. هغه په ځانګړی ډول د پیرودونکو په جذب، او ملي او نړیواله کچه د اړیکو په ټینګولو کې بې ساري وړتیا او استعداد لري.
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.