ښاغلی نارایان راو یو مسلکي او تجربه لرونکی هندی بانکر دی چي د بانکدارۍ په برخه کي له 46 کلونو څخه زیاته تجربه لري. نوموړی د اعتباراتو په ارزونه، د خطرونو مديريت، څارنه او تفتيش، سوداګری او د څانګو له لارې بانکدارۍ کي ځانګړي تجربه لري. نوموړي د سوداګرۍ د پروسې په برخه کې ژوره پوهه لري او د افغان یونایتد بانک د عامل پلاوي د رئیس په توګه یې ۶ کاله دنده تر سره کری دی. د نوموړي په کاري تجربه کې د هند په دولتي بانک (State Bank of India) کې ۳۸ کاله خدمت هم شامل دی. ښاغلی نارایان راو د اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند لري او د هند د بانکدارانو رسمي انسټیټوت غړی دی.
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.