ښاغلی فیروز قیامی په عامه او خصوصي سکتورنو کي له ۱۲ کلونو څخه ډیره مسلکي تجربه لري.
نوموړي د افغان یوناټیډ بانک د اجراییوي رئیس په توګه هم دنده ترسره کړي ده چي ځانګړي لاسته راوړني یې د ښه ادارې تقویه، د نوې پالیسیو او کړنلارو جوړول، د قوانینو او مقرراتو پیاوړي کول او یو شمیر نورو سوداګریزو اصلاحاتو رامنځته کول دي.
همدارنګه یې د افغانستان بانک سره د پیسو وینځلو او د تروریزم له تمویل سره د مبارزې د رعایت څانګې د مشر او ورسته بیا د مالي څارنې ریاست د مرستیال په توګه دندي ترسره کړي دي.
ښاغلي فیروز قیومي د افغانستان امریکایی پوهنتون څخه په سوداګرۍ او ادارې برخه کي د لیسانس سند او په همدغه برخه کي د افغان سویس پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.