favicon

کاجل غوث

shape shape
image

کاجل غوث

غړی

ښاغلی کاجل ګوش د بانکدارۍ مسلکي دی چي د سوداګرۍ په پراختیا او د رهبرۍ په برخو کي تر ۴۰ کلونو تجربه لري. نوموړی د تکنالوژۍ او ډیجیټل بانکدارۍ رهبر او سربیره پر دي ښاغلي ګوش د هندوستان هیواد تر ټولو لوی بانک (مرکزي بانک) کي د تحلیلاتو او ټولنیزو رسنیو بانکداري مشري هم کړې ده او ددې برخي بنسټ ایښودونکي هم دی. نوموړي په کریډیټ، پرسونل، سازماني پلان جوړونې، نوي سوداګرۍ، او د بانک د شرکتي ستراتیژی په برخو کې کار کړی دی.

ښاغلی کاجل ګوش  په ۱۹۷۸ کال کي د هندوستان state بانک سره د امتحاني افسر په توګه خپله دنده پیل کړه او تر هغه چي په ۲۰۱۶ کال کي د همدي بانک څخه د لوی مدیر په توګه تقاعد شو. د تقاعد راهیسې ښاغلی ګوش د Utkarsh SF بانک په بورد کي یو خپلواک ریئس او همدارنګه په PayU India، Stratosphere IT Service Pvt Ltd او Kovid Analytics Solutions India Ltd  شرکتونو کي د مشاور په توګه دنده ترسره کړي ده.

WhatsApp Icon