د ټاکلي وخت لپاره امانت ایښودل

هغه بانکی امانتونه دي چي بانک سره د ټاکلي مودې لپاره ساتل کیږي. د دغه ډول امانتونو د بلوغ موده عموماْ د څو میاشتو څخه تر څو کالو پورې رسیږي. کله چې پیرودونکي د ټاکلي مودې لپاره پیسې په امانت ورکوي نو باید پوه وي چې دوي یواځې هغه وخت ګټې څخه مستفید کیدای شي چې د امانت ټاکلی وخت پوره شي.

 

هغه اسناد چې د جاري/سپما حسابونو او ټاکلي وخت امانتونو لپاره اړین دي عبارت دي له:

 

  • تذکره یا پاسپورت
  • انځور (د پاسپورټ د انځور په اندازه)
  • د دندې کارت یا کوم بل سند چې د عاید سرچینه ورڅخه په ډاګه کیدای شي.
  • د بهرنیو وګړو د کار جواز یا ویزه

لومړنۍ امانت:

 

  • شخصي جاري حساب:  ۳۰۰۰ افغانۍ، ۶۰ امریکایي ډالر، ۶۰ یورو، ۶۰ برتانوي پونډ، ۲۵۰ د اماراتو درهم.
  • د سپما حساب: ۳۰۰۰ افغانۍ یا ۶۰ امریکایي ډالر
  • دغه حساب په نورو پولي واحداتو نه پرانیستل کیږي.

 

معیادي امانت

 

  • ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ یا ۱۰۰۰۰ امریکایي ډالر
  • دغه حساب په نورو پولي واحداتو نه پرانیستل کیږي.

 

هغه اسناد چې د شرکت حساب پرانیستلو لپاره اړین دي عبارت دي له:

 

  • د کار جواز
  • اساس نامه
  • د مدیره هیِت پریکړه لیک
  • د هر رئیس یا لاسلیک کوونکي تذکره یا پاسپورټ

لومړنۍ امانت:

  • ۱۵۰۰۰ افغانۍ، ۳۰۰ امریکایي ډالر، ۳۰۰ یورو، ۳۰۰ برتانوي پونډ یا ۱۰۰۰ د اماراتو درهم