د افغان یونایټډ بانک په مالي مرسته د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزارت لپاره (۳۵۰۰۰) ټوکه د حج او عمرې د مناسکو لارښود کتابونه چاپ او ډالۍ شول!
یاد کتابونه د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزارت تر نظارت لاندې د محترمو حجاجو او معلمانو لپاره د حج او عمرۍ د مناسکو د لارښو ونې په موخه (آسانه، لنډ، ښه مستند او علمي سرلیک سره) ترتیب او چاپ شوي دې او د یاد وزارت د نشراتو ریاست اړوند د نشراتو محترم آمر سید شمس الدین هاشمی په حضور کې یاد وزارت ته ډالی او تسلیم شول.
د یادونې وړ ده: چی یاد کتابونه د هیواد په ملی ژبو( پښتو او دري) د علمي شورا د رئیس او د دغه وزارت د رهبرۍ په حکم ترتېب او چاپ شوي دې.
AUB printed 35000 books of Haj and Umrah rites Manual for the esteemed Ministry of Hajj and Religious Affairs.
Mentioned manuals have been prepared under the supervision of the esteemed Ministry of Hajj and Religious Affairs for the purpose of providing guidance for the rites of Hajj and Umrah (with an easy, concise, well-documented and scholarly basis) and presented to the aforementioned Ministry’s esteemed director of publications Mr. Shamsudin Hashemi.
It is worth mentioning that, according to the instructions of the esteemed ministry’s administration; the manuals have been prepared and printed in both (Pashto and Dari) national languages.