د افغان يونايټډ بانک ادارې تل هڅه کړې ده چې خپلو پېرودونکو ته د لازمو آسانتیاوو د د برابرولو په موخه مؤثر اقدامات تر لاس لاندې ونیسي، چې په همدې موخه نن ورځ په (۲۷ / ۴ / ۱۴۰۳) لمریز نېټه د هېواد د مرکزي بانک ( د افغانستان بانک) د مسئولینو له لورې( پېرودونکو ته عامه پوهاوی او د هغوی د حقوقو د خوندیتوب) تر عنوان لاندې روزنیز سمینار د افغان یونایټډ بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوی وو، چې په کې د اړوندو برخو مسوولینو، د مرکزي دفتر کارکوونکو او څانګو په حضوري ډول او له ولایتونو څخه په آنلاین ډول ګډون کړی.
دغه سیمینار د ښاغلی شفیق الله بارز د مرکزی بانک (د اففانستان بانک) د عمومی ریاست معاون په وینا پیل شو چې ورپسی یو ډېر ګتور پریزینټیشن (د پیرودونکو د حقونو د ساتنې او د پیرودونکو شکایتونو او د دوی مناسب حلونو سره د چلند په اړه د اصولو، مفکورو، لارښوونو او صحي کړنو) په اړه د مرکزي بانک د مالي خدمتونو د پراختیا رئیس ښاغالی محسن اکبري لخوا وړاندی شو، چې په پایله کې دغه سمینار د مالي خدمتونو د پراختیا عمومي ریاست مرستیال ښاغلی خالد واحیدي لخوا د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلی شفیع الله محمدي، د مرکزي بانک د ویاند محترم حسیب الله نوري، محترم حیات الله طوفان په شتون سره پای ته ورسیده.
دا په داسې حال کې ده، چې د داسې سمینارونو دائرول د یوې خوا د کارمندانو د فني او مسلکي زده کړو د کچې په لوړولو کې ډېر نېک اقدام بلل کېږي د بلې خوا په هېواد کې د بانکدارۍ د سيسټم د ودې، پراختیا او معیاري کولو په برخه کې کومک کوي.
بناءً د افغان یونایټد بانک رهبري پلاوی د مرکزي بانک ( د افغانستان بانک) د مسئولینو له تلپاتو هڅو او همکاريو څخه منندوی دی، په ځانګړي ډول د ذکر شوي سمینار د وړاندې کولو په هکله د افغانستان بانک کړنې تقدیروي او له همکارۍ څخه يې مننه کوي او خپلو درنو هېوادوالو ته د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د هیڅ ډول هڅې او کوښښ څخه دریغ نه کوي.
15 Nov 2025
15 May 2025
15 May 2025
15 May 2025
15 May 2025
15 May 2025
15 May 2025
15 May 2025
15 May 2025
15 May 2025
11 Mar 2025
11 Mar 2025
11 Mar 2025
11 Mar 2025
11 Mar 2025
10 Mar 2025
8 Feb 2025
2025 © ټول حقوق د افغان يونایټډ بانک سره خوندي دي.